آزمون کانکور جوزجان

په جوزجان کې د کانکور ازموینه؛ ۵۱ سلنه ګډونوالې نجونې وې

neshananews

22 May 2021

د جوزجان پوهنتون مسوولین وایی، په جوزجان کې د روان لمریز کال په کانکور کې ۵۱ سلنه ګډونوالې نجونې دي. د دوی په وینا تر شپږ زرو ډېرو کسانو په ازموینه کې ګډون کړی دی.
د جوزجان پوهنتون رییس مسعود حقبین نن (شنبه، د غبرګولي ۱) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې جوزجان ولایت د هېواد په کچه لومړی ولایت دی، چې د کانکور ډېرې ګډونوالې یې نجونې دي.
په جوزجان کې د کانکور ازموینې د تېر کال په څېر په پوهنتون کې اخیستل شوې، چې د څارنې لپاره یې لوړو زده کړو وزارت ۲۹ کسیز پلاوی جوزجان ته لېږلی.
د جوزجان پوهنتون مسوولین وایی، تر دوه زره زیاتې نجونې، چې د بېلابېلو ولایتونو دي په جوزجان پوهنتون کې زده کړې کوي. د شمېرنو له مخې د جوزجان پوهنتون څلوېښت سلنه زده کړیالانې نجونې دي. روان کال به جوزجان پوهنتون ۲۵۰۰ کسان جذب کړي.
د یادونې وړ ده، چې هر کال په جوزجان کې د کانکور د ګډونوالو شمېر لوړېږي. تېر کال دا شمېر ۴۶۰۰ تنو ته رسېده.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال زیات فارغ زده کړیالان د دندو له نشتون څخه شکایت کوي.
دولت تر اوسه نه دی بریالی شوی، چې د دې کسانو د بېکارۍ ستونزه حل کړي.