انفجار

په جوزجان کې ماین چاودنې دافغان ګاز تصدۍ درې کارکوونکي وژلي

neshananews

23 August 2020

د جوزجان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، د جرقدوغ ګازو کارخانې په اړونده ساحه کې یوې چاودنې د افغان ګاز تصدۍ درې کارکوونکي وژلي.
د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر نشانه نېوز ته ویلي، چې پېښه نن (دوشنبه، وږی، ۲) غرمه د شبرغان ولایت په پنځلس کیلومیترۍ کې شوې. د اذر په وینا د اړوندې ګازڅاه دریو کارکوونکو غوښتل، چې د ګازو له څاه لیدنه وکړي، چې موټر یې پر ماین وربرابر شوی او درې واړه پکې وژل شوي دي. هغه وایي د قربانیانو جسدونه سیمه ایز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د جوزجان امنیتي مسوولین وایي، په سیمه کې د پېښې اړوند څېړنې پیل شوې دي. د جوزجان د والي په وینا وسلوال طالبان ډېری وخت امنیتي ځواکونو ته ماینونه خښوي؛ خو ملکي وګړي یې ښکار کېږي.