شلیک-هاوان-880x550

په غور کې د ولسي پاڅونوالویوه هاوان لګېدو څلور ملکي وګړي وژلي

neshananews

11 August 2020

د غور مدني فعالان وایي د یاد ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو د هاوان لګېدو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي. د غور د مدني بنسټ مسوول حسن حکیمي وایي پېښه پرون (دوشنبه، زمری، ۲۰) مازدیګر د یادې ولسوالۍ په قاضي های سیمه کې شوې، چې څلور تنه پکې وژل شوي او پنځه ټپیان شوي. د غور د عامې روغتیا ریس جمعه ګل یعقوبي هم دا پېښه مني او وایي، چې شاوخوا شپږ ټپیان د پېښې له ځایه روغتون ته وړل شوي دي، چې پنځه ماشومان او یوه ښځه پکې شامل دي. په ورته وخت کې د غور امنیه قومنداني هم دا خبره مني او وایي، چې هاوان د طالبانو او ولسي پاڅونوالو تر منځ د جګړې پر مهال توغول شوی. د هغوی په وینا تر اوسه له دې پېښې کره معلومات نشته. د غور مدني فعالان د یادې پېښې د پلټنې غوښتنه کوي؛ له دولت او بشري حقونو څخه غواړي، چې د دې پېښې لاملین باید محکمه شي. له پرلپسې اړیکو سره و نه توانېدو، چې په دې هکله د غور د سیمه ایزو چارواکو نظر واخلو.