فا

په فاریاب کې د نظامي عملیاتو په پایله کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

neshananews

01 November 2020

د هېواد په شمال کې د اردو چارواکي وایي، چې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اته تنه وسلوال طالبان وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمدحنیف رضایي نن (یکشنبه، د لړم ۱۱) له نشانه خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې تېره شپه د قیصار په جورلیق کې د یوې نښتې پر مهال ۲۴ طالب وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې.

جورلیق د قیصار هغه پراخه سیمه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې وه؛ خو اوس ښاغلی رضایي وایي، چې دا سیمه له وسلوالو طالبانو پاکه شوې او په کورونو کې د تلاشۍ پر مهال دوه حلقې ماینونه هم کشف او شنډ شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د امنیتي ځواکونو یو کاروان قیصار ولسوالۍ ته رسېدلی. د امنیتي چارواکو په وینا دا کاروان له طالبانو سره د مخامخ جګړې په موخه سیمې ته لېږل شوی.

بل خوا د شاهین ۲۰۹ قول اردو د خبرپاڼې پر بنسټ قیصار ته د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي اسماعیل هم له خپلو ۲۸ جنګیالیو سره په قیصار کې وژل شوی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.