په فاریاب کې پنځه ماشومان د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي
د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، د فاریاب په قیصار ولسوالي کې پنځه ماشومان د ماین په یوه چاودنه کې ټپیان شوی.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند محمدکریم یورش نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې پېښه تېر ماښام (یکشنبه، د لړم ۲۵) د قیصار په جورلق سیمه کې شوې. د یورش په وینا ټپیان شوي ماشومان له واټ څخه تېرېدل، چې ماین پرې ورچاودلی.
یورش وایي ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د یوه روغتیايي حالت نازک دی. ښاغلی یورش وایي طالبان امنیتي ځواکونو ته د زیان په موخه په واټونو کې ماینونه ږدي؛ خو قربانیان یې زیاتره وخت ملکي وګړي وي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د فاریاب په المار کې هم یوې چاودنې لس ملکي وګړي ووژل.