په فاریاب کې یو دولتي کارمند د رشوت په تور نیول شوی
د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، په یاد ولایت کې یې د شهیدانو او معلولینو ریاست د تنخوا د وېش یو کارمند د ۹۲ زره ۵۰۰ افغانیو رشوت په تور نیولی.
د فاریاب د پولیسو ویاند محمدکریم یورش نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا کس پرون (دوشنبه، د لړم ۲۶) هغه وخت ونیول شو، چې د شهیدانو او معلولینو له وارثینو څخه یې رشوت اخیسته. د یورش په وینا د پولیسو د اقتصادي برخې د کشف مامورین له وخته د یاد کس په څارنه بوخت وو.
د هغه په وینا نیول شوي کس به د شهیدانو له وارثینو له دریو تر څلورو زرو افغانۍ ګرځولې.
که څه هم امنیتي ځواکونو د دې کس نوم نه دی په ډاګه کړی؛ خو وایي دوسیه به یې اړوندو بنسټونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد ریاست مراجعین هر وخت د تنخواوو له ځنډه شکایت کوي.
سرچینې: داوود لغمانی د غزني والي ټاکل شوی
29 May 2021