په هرات کې د ۹۷ ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
هرات ته د ښوونې وزارت، د وزیرې له تګ سره سم په یاد ولایت کې د ۹۷ ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.
د ښوونې وزارت سرپرسته وايي، چې دا ودانۍ د هرات په اووهلسو ولسوالیو کې په تېرو دوو کلونو کې جوړې شوې دي. مېرمن حمیدي وايي، چې دا ودانۍ به زدهکوونکي له بهر کېنستو وژغوري.
بل خوا د هرات د ښوونې ریاست وايي، چې د دې ودانیو له جوړېدو سره به ۱۵۰۰۰۰ زدهکوونکي د زدهکړو لپاره مناسب ځای پیدا کړي.
په هرات کې د ټولو زدهکوونکو شمېر شاوخوا یو میلیونه ښوودل شوی؛ خو د مناسبو هستوګنځيو نشتون ډېری زدهکوونکي اړ کړي، چې به خېمو کې زدهکړې وکړي.