په هرات کې یو څلورکلنه ماشومه د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې
په هرات کې د ولایت مقام د رسنیو سرپرست حامد شایان وايي، یو څلور کلنه ماشومه، چې نازنین نومېږي پرون (سه شنبه، د لړم ۲۰) په هرات کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې ده. د شایان په وینا دا ماشومه پنځه ورځې مخکې تښتول شوې وه.
ښاغلي شایان د تښتوونکو پېژندنه نه ده په ډاګه کړې.
هرات په وروستیو کې د ګڼو تښتوونو او هدفي وژنو شاهد و، چې له امله یې د یاد ولایت په پولیسو کې هم بدلونونه راغلي.