قوماندانی پولیس هلمند

په هلمند کې د جګړې پای؛ ۶۵۳ طالبان وژل شوي، چې ۳۱ یې د دوی قومندانان دي

neshananews

27 May 2021

د میوند ۲۱۵ قول اردو قومندان سمیع سادات د هلمند په مرکز کې د جګړو له پای څخه خبر ورکوي.
د هغه په وینا په تېرو ۲۵ ورځو کې ۶۵۳ طالبان وژل شوي. سمیع سادات پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په هلمند کې د جګړو لړۍ د غویی پر یوولسمه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره پیل شوي. ښاغلی سادات وایي، چې په دې ۲۵ ورځو کې ۶۵۳ طالبان وژل شوي، چې ۳۱ یې جنګي قومندانان دي. نوموړی وایي، د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی د والي مرستیال هم په ټپیانو کې دی. د هغه په وینا ۲۰۰ طالبان په دې نښتو کې ټپیان شوي.
سادات وایی طالبان د دوحې له خبرو د یوه تکتیک په توګه ګټه اخلي او د سولې اراده یې نشته.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هلمند کې تر اختریز اوربند وروسته د جګړو لمن پراخه شوې.