IMG-20200903-WA0018

په پکتیکا پوهنتون کې د فولکلور دوه ورځنی سیمینار

نیک محمد ذکی

03 September 2020

پر ګومل سر د کډو راغی

مستې کوچۍ پر دسملو اوښې وهینه.

که د خالو لښکرې راغلې

زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه.

پورته لنډۍ د فولکلور هغه پانګه ده، چې د پکتیکا ولایت اړوندې دي. ګومل د پکتیکا هغه ولسوالي ده، چې په پسرلي کې د کوچیانو کډې لومړی پر ګومل خپلو اوړنیو مېنو ته رااوړي. په دویمه لنډۍ کې خالو خان راغلی. ویل کېږي، خالو خان د سلطان محمد غزنوي د لښکرو یو قومندان و، نوموړي به د ګومل پر لار خپل کاروانونه تېرول.

ګومل د لنډیو تر څنګ په متلونو او اصطلاحاتو کې هم راځي لکه؛

تر وژلي ورور پرېیښې ګومل ښه ده.

فولکلور د فرهنګ هغه برخه ده، چې د انساني ځانګړو ډلو عنعنوي دودونه، نکلونه، ارزښتونه، ټوټکې، انګېرنې، شګومونه، باورونه، سیمه‌ایز طب او داسې نور پکې شامل دي. کله، چې په ادب کې د فلکلوریکو ادبیاتو خبره کېږی؛ په دې معنا، چې د ادب په ژبه دودونه، نکلونه، ارزښتونه، ټوټکې، انګېرنې، شګومونه، باورونه، سیمه‌ایز طب او داسې نور وړاندې کول دي.

پکتیکا د هېواد په سویل ختيځ کې پروت ولایت دی. یوناني تاریخ لیکونکي هرودوت او بطلیموس دواړو په خپلو کې کتابونو کې دا نوم یاد کړی او د دې سیمې خلکو ته یې پکتیس او پکتیوس ویلي.

د پکتیکا ولایت جغرافیوي موقیعت ته کتو د پکتیکا ډېری خلک شیندلي او لرې، لرې مېشت دي. په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې یې تر اوسه لا خلکو خپل دودونه، سیمه‌ایز طب او خرافات ژوندي ساتلي دي.

د تېرې سې شنبې او چهارشنبې (وږی، ۱۱/۱۲) په ورځو کې په پکتیکا پوهنتون کې د فولکلور سیمینار تر دوه ورځنی سیمینار جوړ شو. په دې سیمینار کې د هېواد په کچه فولکلورپوهانو، د پوهنتونونو استادانو، فرهنګیانو او زده کړیالانو ګډون کړی و، چې ولسمشر اشرف غني هم د دې سیمینار وېډیويي ګډونوال و.

ولسمشر په دې سیمینار کې د فولکلور پر ارزښت وغږېده. ښاغلي غني وویل، د فولکلوریکو او علمي اثارو تر منځ واټن باید کم شي، ځکه په فولکلور کې د هېواد ګڼ ارزښتونه خوندي دي. ښاغلي غني همداراز ژمنه وکړه، چې د فولکلور په راټولولو کې به خپله همکاري نه سپموي.

 په سیمینار کې په فرهنګي او علمي چارو کې د ولسمشر سترسلاکار او د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون وویل، چې فولکلور د یوې ټولنې هغه ارزښت دی، چې یوه ټولنه ترې پېژندله کېږي؛ نو ځکه اړینه ده، چې فولکلور خوندي کړو. نوموړي پر زده‌کړیالانو ټینګار وکړ، چې د مشرانو په سینو کې پروت فولکلور په لیکنۍ بڼه خوندي کړي.

په سیمینار کې ګڼو فرهنګیانو، لیکوالانو او شاعرانو هم ګډون کړی و. د یادونې وړ ده، هغه استادان، چې له کابل څخه په دې فرهنګي سفر کې تللي وو په پکتیکا پوهنتون کې یې د فولکلور اړوند لیکچرونه هم ورکړل. په پای کې زده‌کړیالانو ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به هڅه کوي.

په پښتو ادب کې فولکلور ځانګړی ارزښت لري. په غونډه کې فرهنګیانو وویل، چې ورته سیمینارونه جوړول به د فولکلور د خوندیتوب لپاره ډېر خورا ګټور وي.