بازداشت-مجرم-880x550

په کابل کې دوه تنه د یوه ماشوم د تښتونې او اخیستو په تور نیول شوي دي

neshananews

06 May 2021

د کابل د پولیسو قومنداني وايي؛ د دیارلسمې حوزې اړوند دوه تنه د یوه ماشوم د تښتونې او اخیستو په تور نیول شوي. د کابل د پولیسو قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن (پنجشنبه، د غويي شپاړسمه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې د راضیې او نورعلي په نومونو دا کسان د دیارلسمې حوزې اړوند په ریګرېشن سیمه کې نیول شوي دي.
ښاغلی فرامرز وايي، چې له دوی څخه یې یوه ۲۰ ورځې مخکې یو ماشوم له یادې سیمې تښتولی و او پر بل کس یې پر پنځوس زره افغانۍ پلورلی. امنیتي ځواکونو تر اوسه د ماشوم د کورنۍ پېژندنه نه ده په ډاګه کړې. د کابل د پولیسو قومنداني وايي، چې نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې په هېواد کې یو ماشوم پلور یا پېرل کېږي؛ تر دې مخکې هم په هرات او بادغیس کې لسګونه ماشومان د تنګلاسۍ له امله د خپلو کورونو له خوا پلورل شوي دي.