انفجار کابل

په کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنې څلور کسان وژلي

neshananews

03 June 2021

د کابل امنیه قومانداني ومنله، چې د کابل د شپږمې حوزې اړونذ یوې چاودنې څلور کسان وژلي. چاودنه د لویې څارنوالۍ دفتر ته نږدې شوې.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۳مه) د کابل د شپږمې امنیتې حوزې اړوند په چهار قلعه سړک کې شوې.
ښاغلي فرامرز زیاتوي چاودنه هغه وخت شوې، چې په یوه ټونس موټر پسې نښلول شوی مقناطیسي ماین وچاودېد. هغه وایي، د څلورو ملکي وګړو پر وژل کېدو سربېره څلور نور ملکي وګړي په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دوه ورځې وړاندې هم د کابل په درېیمه امنیتي حوزه کې دوو پرله پسې چاودنو لږترلږه لس ملکي وګړي ووژل.