پولیس

په کابل کې یو پولیس افسر وژل شوی

neshananews

01 June 2021

د کابل امنیه قومنداني مني، چې په کابل کې د ناپېژاندو وسلوالو په برید کې یو پولیس افسر وژل شوی.
د کابل د پولیسو ویاند وایي، چې دا افسر پرون (دوشنبه، د غبرګولي لسمه) ماښام په احمدشاه بابا مېنه کې وژل شوی.
ښاغلی فرامرز وایي، دا افسر عتیق الله نومېده، له دندې کور ته روان و، چې وژل شوی.
د کابل د پولیسو ویاند وایي، پولیس په دې اړه څېړنې کوي.
د یادونې وړ ده، چې په ورته پېښه کې پرون په غزني کې هم یوه قومي مشر وژل شوی و.
تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، چې ورته بریدونه څوک کوي؛ خو امنیتي بنسټونه طالبان د ورته کړنو لامل ګڼي.