دختران بدخشی

په کانکور ازموینه کې د طالبانو لاسوهنه؛ “حکومت د نجونو د زده کړو په برخه کې اسانتیاوو ته ژمن دی.”

neshananews

22 August 2020

ارګ په بدخشان کې د طالبانو د هغې کړنې په غبرګون، چې نجونې یې د کانکور ازموینې ته نه دي پرېیښې ویلي، چې دولت د نجونو د زده کړو په برخه کې اسانتیاوو ته ژمن دی او په دې برخه کې به اړین چمتووالی ونیول شي.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن (شنبه، وږی، ۱) په یوه ټوېټ کې لیکلي: ” په بدخشان کې به د هغو نجونو د برخلیک په هکله لازمې کړنې وشي، چې طالبانو د کانکور له ازموینې منع کړې.”
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې په بدخشان کې د ۱۳۹۹کال د کانکور ازموینه پیل شوې او تر اوسه روانه ده؛ خو سیمه ایز مسوولین وایي، طالبانو په مایمي او نسي ولسوالیو کې نږدې ۳۰۰ نجونې له کانکور څخه منع کړې.
د مایمي ولسوال کامبیز قرباني نشانه نېوز ته ویلی، په یاده ولسوالي کې ۱۸۴ نجونې د کانکور ازموینې ته چمتو وې؛ خو د طالبانو له وېرې یې ګډون نه دی کړی. همداراز د نسي ولسوال محمد ابراهیم قیومي هم وایي، چې د طالبانو د ګواښ له امله په دې ولسوالۍ کې یوازې ۲۴نجونو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی دی.