قندهار-880x550

په کندهار ښار کې يوه ښځينه ډاکټره وژل شوې

neshananews

10 July 2021

حکومتي چارواکي،  وايي په کندهار کې يوه ښځينه ډاکټره وژل شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې نشانه خبري اژانس ته ویلي، يوه  ښځينه ډاکټره چې کور ته پر لاره وه د کندهار په هرات دروازه کې د ناپېژاندو وسلوالو له لوري پر ډزو وژل شوې.

د سرچينې په خبره وسلوال له سيمې په تېښته بريالي شوي.

د کندهار د حوزوي روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې وژل شوې ښځه  قابله وه چې د (مور) پر نوم په يوه زېږنتون کې یې دنده درلوده.