66655

په کندهار کې۳۲ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

neshananews

13 July 2021

روغتيايي چارواکي وايي، په کندهار ولايت کې  ۳۲ ملکي وکړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولايت مېرويس حوزوي روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد نن سه شنبه (د چنګاښ ۲۲مه) رسنيو ته ويلي په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې د دوی روغتون ته له ميرويس مېنې، ارغنداب، شاوليکوټ او ژړۍ ولسوالیو، کوتل مرچه، باغ پول او ۱۵ حوزې څخه تر دې دمه ۳۲ ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې ۲۴ یې ملکي وګړي دي.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د فرهاد په خبره د جګړې له ساحې څخه ورته ۸ جسدونه هم راوړل شوي دي.

فرهاد دا نه دي ويلي چي دغه جسدونه په کوم لوري پوري اړه لري.

حکومتي مسؤلينو تر دې دمه د يادو شمېرو په اړه رسمي خبر نه دی ورکړی.

ياده دي وي له تېرو څو ورځو راهيسي د کندهار په ځينو امنيتي حوزو وسلوالو طالبانو بریدونه پیل کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د وسلوالو طالبانو یو شمېر چارواکو خبر ورکړی، چې پر لویو ښارونو بریدونه نه کوي.