قندهار

په کندهار کې د پولیسو د یوې ټولۍ قومندان وژل شوی

neshananews

20 June 2021

د کندهار امنیتي چارواکو منلې، چې د الله نظر پر نوم د پولیسو د یوې ټولۍ قومندان په پنځلسمه حوزه کې وژل شوی.

امنيتي چارواکو تېره شپه (دغبرګولي ۲۹) د شپې ناوخته خبر ورکړی، چې د کندهار ولايت د پنځلسمي حوزې اړوندې یوې ټولۍ قومندان الله نظر، چې په پاچا اغا مشهور و، وسلوالو په نښه کړی او وژلی یې دی.

دا پېښه د کندهار ښار د کلاچې او انصاري مېنې تر مېنځ شوې ده.

 سرچينې وايي، چې وسلوالو هغه وخت د نوموړي موټر په نښه کړی، چې د ګزمې په حال کې و. په برید کې یاد قومندان وژل شوی تر څنګ یې د هغه یو ساتونکی او یو ملکي کس ټپيان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې برید پړه نه ده منلې.