په کونړ کې د نظام او امنیتي ځواکونو په ملاتړ
د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو نن د یو ستر لاریون په ترڅ کې د افغان دولت او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او له خپل نظام او خاورې څخه یې د سر په بدله د ساتلو ډاډ څرګند کړ.
دغه لاریون کوونکو امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولس وینه او تن وبلل او په هر ډول سختو حالاتو او شرایطو کې یې له خپلو امنیتي ځواکونو سره د څنګ په څنګ او اوږه په اوږه د ودرېدو ژمنه وکړه.
یاده دې وي چې په دغه لاریون کې د نرنګ ولسوال او د دغه ولسوالۍ اداري او امنیتي غړو هم برخه اخیستې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره ګڼو هېوادوالو د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ولسي پاڅونونه کړي.
د هېواد لوی درستیز ولي محمد احمدزی ګوښه کېږي
7 Aug 2021
په زابل کې ۶۰ طالبان وژل شوي
5 Aug 2021