وزیر خارجۀ چین

چین په افغانستان کې سیاسي هوکړه غواړي

neshananews

16 May 2021

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په افغانستان کې درې ورځني اوربند ته په هرکلي په افغانستان کې د یوې سیاسي هوکړې غوښتنه کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، د غویي ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي یې دا موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په خبرو کې یاده کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلی یې په افغانستان کې سیاسي هوکړه د جګړې د پای لپاره اړینه بللې. د هغه په وینا سیمه په تېره بیا چین او پاکستان باید د دې هوکړې په اسانتیا کې ګام واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ښکېل اړخونه باید د سولې لپاره له راغلې موقعې په ګټه په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر درې ورځني اوربند وروسته په قطر کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ خبرې شوې.
دا ځل طالبانو له افغان دولت څخه غوښتي، چې اووه زره زندانیان یې ورخوشې کړي؛ خو ولسمشر محمد اشرف غني وایي، تر څو چې د رښتینې سولې راتګ باوري نه شي؛ هېڅکله به طالب زندانیان خوشي نه کړي.