76886

کندهار؛ په تېرو څلورو ورځو کې ۵۸ ترافيکي پېښې شوې

neshananews

24 July 2021

روغتيايي چارواکي، وايي کندهار کې د تېرو څلورو ورځو راهيسې ۵۸ ترافيکي پېښې شوې.

د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد نشانه خبري اژانس ته ویلي د لوی اختر له لومړۍ تر څلورمې ورځې پورې د کندهار ښار په بېلابيلو سيمو کې ۵۸ ترافيکي پېښې شوې.

د فرهاد په خبره په دې ترافيکي پېښو کې ګڼ کسان ټپیان شوي دي.

د فرهاد په خبره تېر کال د اختر په ورځو کې په کندهار تر ۲۰۰ زياتې ترافيکي شوې وې، چې سږکال د تېر په پرتله په کم شمېر ترافيکي پېښې شوې دي.

ياده دې وي په کندهار ښار کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د کندهار امنيه قومندانۍ پر موټرسايکل ګرځبنديز لګولی دی، چې د زياتو ترافيکو پېښو مخه يې نيولې ده.