768565877

کندهار؛ په نښتو کې د پوليسو په ګډون ۲۶ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

neshananews

10 July 2021

د کندهار روغتیایي چارواکي وايي، په کندهار کې ۲۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د کندهار میرويس حوزوي روغتون مشر ډاکټر داوود فرهاد نشانه خبري اژانس ته ويلي، د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښین تر درې نيمو بجو پورې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو  څخه  ۱۱جسدونه او ۱۴ ټپیان د دوی روغتون ته وروړل شوي دي.

د فرهاد په خبره له ښوراندام، میرویس مینې، ارغنداب، سرپوزې او میربازار سيمو څخه دوی ته ۱۲ جسدونه راوړل شوي، چې یو یې د ملکي وګړي او ۱۱ نور د پوليسو دي.

او همدا راز فرهاد زياتوي د یوې ښځې په ګډون ۱۴ ټپيان روغتون ته وروړل شوي، چې ګڼ ملکیان پکې دي.

فرهاد د ژوبلو شويو کسانو د روغتيایي حالت اړوند څه نه دي ويلي.

د کندهار چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.