کندهاريان له ښکېلو لوریو د جګړې درول غواړي
وروسته تر هغې، چې په کندهار کې درنې جګړې وشوې، نن چهارشنبه د زمري (شپږمه) د کندهار یو شمېر ځوانان په کندهار ښار کې راټول شوي او پر دواړو لوریو غږ کوي، چې جګړه ودروي.
دا کسان، چې په کندهار ښار کې د شهیدانو پر چوک راټول شوي وايي، له جګړې ستړي دي او دواړه لوري باید اوربند وکړي. دوی وايي، ښکېل لوري دې نور پر جګړو کندهار نه ورانوي. راټولو شویو کسانو په کندهار کې د وروستیو جګړو د ورانۍ د بېلګو پر وړاندې کولو پر دواړو لوریو غږ وکړ، چې جګړه ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په کندهار کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې. تازه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د نښتو له امله ګڼ خلک بې کوره شول.
د کندهار خلک؛ افغان وژنه بس کړئ!
8 Aug 2021
په کندهار کې يو رنځورپال وژل شوی
7 Aug 2021
کندهار کې په شخصي لګښت يو کتابتون جوړ شوی
7 Aug 2021