17303369-34bb-4ae4-a149-714a7fc5c8c3

کندهار کې ۲۳ ملکي او نظامي کسانو ته مرګژوبله اوښتې

neshananews

04 August 2021

روغتياپالان وايي، په کندهار کې ۲۳ ملکي او نظامي کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د کندهار د ميرويس روغتون روغتياپالانو نن چهار شنبه (د زمري ۱۳) نشانه خبري اژانس ته ویلي، د دوی روغتون ته د تېرو څلرويشتو ساعتونو په جريان کې ۱۸ ټپيان وروړل شوي چې ۱۰ يې ملکي او نور ۸  نظامي کسان دي. ددوی په خبره جسدونه هم وروړل شوي دي چې نظاميان دي.

د روغتياپالانو په خبره په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دوی په ټکو دا کسان د کندهار ښار له بېلابېلو سيمو؛ زوړښار، ۱۵حوزې، ۶ حوزې، ژړۍ، ډنډ او میربازار څخه وروړل شوي.

ياده دې وي، چې په کندهار کې د درنو جګړو لړۍ تر څلورو اوونيو اوړي چې په ښار او شاوخوا سيمو کې يې زیات ملکي کسان  ټپیان او وژل شوي دي.