وزارت-داخله-1

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېره اوونۍ ۶۷ ملکي وګړي وژلي دي

neshananews

29 August 2020

کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو تېره اوونۍ ۶۷ ملکي وګړي وژلي او ۱۷۹ یې ټپیان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن( شنبه، وږی،۸) په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، طالبانو تېره اوونۍ ۴۴۶ جنګي کړنې تر سره کړي دي، چې زیاتره یې په بلخ ولایت کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښايي په نږدې ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پیل شوې دي. د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، ښايي په راروانه اوونۍ  کې د سولې خبرې پیل شي؛ خو طالبان وايي، چې د پاتې ۳۲۰ بندیانو نه  خوشې کول د سولې بین الافغاني خبرو خنډ شوی.