یوناما-400x250

یوناما: د افغانستان سیاسي ‌ډلې باید له یوې ټولګډونه سیاسي هوکړې ملاتړ وکړي

neshananews

04 October 2020

یوناما په افغانستان کې له سیاسي ډلو غواړي، چې له یوې ټولګډونه سیاسي هوکړې ملاتړ وکړي.

یوناما نن په ننګرهار کې شوې پېښې ته په اشارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان ټولې سیاسي ډلې باید د تروریستي ډلو د ماتولو په موخه له یوې ټولګډونه سیاسي هوکړې ملاتړ وکړي.

یوناما وايي، چې په افغانستان کې یواځې یوه سیاسي هوکړه روان تاوتریخوالی پای ته رسولای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په ننګرهار کې یوې خونړۍ پېښې د ۱۴ ملکي وګړو ژوند واخیست او ۴۲ یې ټپیان کړل. دا برید د موټربم په واسطه تر سره شوی وو. که څه هم تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستي؛ خو ارګ او کورونیو چارو وزارت وايي، چې دا کار طالبانو کړی دی.

د ننګرهار وروستی برید په داسې حال کې شوی، چې افغان دولت او طالبان په قطر کې د سولې په خبرو بوخت دي. دا خبرې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. تمه وه، چې د دې خبرو له پیل سره په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي؛ خو برعکس په وروستیو کې تاوتریخوالی لا زیات شو.