بیمار-روانی-400x250

په هرات کې د رواني ناروغیو زیاتوالی؛ ښځې پر ژور خپګان د اخته کسانو ډېره برخه جوړوي

neshananews

21 October 2020

د هرات په روغتون کې هغه کوچنۍ ودانۍ، چې شپه او ورځ پکې د ډاکټرانو او ارواپوهانو غږ  اورېدل کېږی. هره میاشت دې ودانۍ ته سلګونه رواني ناروغان د درملنې لپاره راوستل کېږي؛ خو سږ کال په دې مرکز کې د رواني ناروغانو شمېر لوړ دی. د هرات په روغتونو کې د روانې ناروغیو د برخې مسوولین وايي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه ۶۵۰۰ رواني ناروغان دې مرکز ته درملنې لپاره راغلي دي. د یادې برخې مشر وحید نورزاد وايي، که څه هم په هرات کې د کرونا د ناروغانو شمېر کم شوی؛ خو رواني ناروغان زیات شوي دي. ښاغلی نورزی وايي، په ټولو ۶۵۰۰ ناروغانو کې یې تر پنځو زرو زیاتې ښځې او جینکیانې دي.

کورنۍ شخړې، له زده‌کړو پاتې کېدل، اقتصادي ستونزې، بېکاري، په زوره ودونه او ورته نور ګڼ لاملونه د دې سبب شوي، چې په مېرمنو کې روانې ستونزې زیاتې شي. ښاغلی نورزاد وايي، د کرونا پر مهال پر کور ناستي ډېرې ښځې اغېزمنې کړې دي د هغه په وینا اوسمهال په هرات کې د تېر کال په نسبت په سلو کې پنځه سلنه رواني ناروغان زیات شوي دي.

بل خوا ښکاري، چې دې مرکز ته د ډېرو ناروغان راتګ د دې رواني مرکز پر خدمتونو کوم اغېز نه دی کړی. مریم په دې مرکز کې د یوې ناروغې مستعار نوم دی، چې څه وخت وړاندې یې د کورنۍ د هغې پرېکړې له امله خپل لاس د پخلنځي پر چاړه غوڅ کړ، چې دا یې په زوره ودوله. هغه په دې مرکز کې له ورکړل شویو مشورو څخه خوښه ده او کورنۍ یې هم په زوره د دې له واده کولو څخه تېره شوې ده.

بل خوا په هرات کې د رواني ناروغیو د برخې مسوول وايي، چې د ژور خپګان او نورو رواني ناروغیو په برخه کې د کورنیو ونډه ډېره مهمه ده. د هغه په وینا کورنۍ باید په کور کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د چلند بدلون، ستړیا، ګوښه والی، کم اشتیايي، بې خوبي او بې کراري ته پام وکړي او که په دوی کې داسې نښې ګوري باید روغتیايي مرکزونو ته یې بوځي.

دا ډاکټر همداراز وايي، چې د ناروغانو په زیاتوالي سره اړینه ده، په هرات کې په اړونده برخه کې یو ځانګړی روغتون جوړ شي. په دې اړوند د هرات د عامې روغتیا ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، که څه هم په دې برخه کې به د روغتون جوړول ډېر وخت ونیسي؛ خو عامې روغتیا ریاست به په دې برخه کې خپل خدمتونه پراخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي، چې نیم هېوادوال پر رواني ناروغیو اخته دي. له دوی څخه یې یو څه ناروغان شدید رواني ناروغان دي.