maxresdefault

دوه‌تارې(دمبوره) له جلاله تر ذواله

neshananews

25 December 2019

دوه‌تارې (دمبوره) په ټولنه کې دود موسیقي او وتلی نوم دی، چې د زیاتو سیمو خلک یې بې له ژبنیو، سمتي، جغرافیوي او قومي توپیرونو څخه اوري او د خوښۍ پر وخت پرې راټولېږي. دمبوره د موسیقۍ له تاري کورونیو څخه ده، چې زموږ د هېواد په شمالي او هزاره مېشتو سیمو کې دود ده. له دې ورهاخوا دا موسیقي په قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، د چین په ختیځو سیمو تر ایران پورې، ترکیه، قفقاز او بالکان کې ځانګړی ځای لري.

ویل کېږي، چې دې موسیقي په فارسي ادب او فرهنګ کې ځانګړی ځای درلود؛ هنرمندانو به د موسیقۍ دا اله په نېکۍ یادوله. د هېواد د فرهنګیانو په وینا دمبورې په عرفاني او معنوي مجلسونو کې ځانګړی ځای درلود. عارفانو او شاعرونو به په خپلو مجلسونو کې دمبوره غږوله. په دې هکله د بدخشان ولایت یو فرهنګي، امام محمد ساعي وايي:

« دوه تارې(دمبوره) زموږ دود موسیقي ده، په پخوا زمانو کې به د سماع په مجلسونو کې غږول کېده. زموږ شاعرانو او عارفانو به خپل مجلسونه پر دې موسیقۍ ښکلي کول.» د ساعي دوه‌تارې په هکله، دا هم وايي، چې زیاتره خلک اوس د دوه‌تارې له پخواني شان سره نه دي بلد او په شمال کې یې اوس د دمبورې غږولو بل رنګ اخیستی دی. نوموړی وايي، چې اوس دوه‌تارې د هغو مجلسونو پر لور کش شوې ده، چې د هوس لپاره تر سره کېږي او د خلکو بد اېسي. ساعي زیاتوي؛

« د وخت په تېرېدو سره دا موسیقي بلې انحرافي خوا ته لاړه، چې دا دوه‌تارې ته یو لوی غم شو. دې کار ټولنې ته هم دا وښوده، چې دوه تارې یوه انحرافي او بده موسیقي ده؛ خو په هر صورت دا موسیقي له هغه څه پاکه ده، چې اوس یې خلک پر کوم نامه پېژني. »

د موسیقۍ هغه اله چې پخوا به په درنو عرفاني او ادبي مجلسونو کې غږېده اوس پر سپکو او د ټولنې پر وړاندې پر زښتو مجلسونو کې غږېږي. په وروستیو کې یې پخواني شان ته دومره زیان اوښتی دی، چې اوس به یې بېرته پخوانی شان پیدا کول ستونزمنه خبره وي. دا چې دوه تارې اوس ولې په یوې بدنامې الې بدله شوې ده؟ د دې پوښتنې ځواب باید وروسته له هغه وخته ولټوو، چې دا اله د بچه‌بازۍ محفلونو ته یووړل شوه. . بچه‌بازي په زیاتو ټولنو کې یو سپک او بدنامه فرهنګ دی. په دې فرهنګ بې ږیرې او تنکي ځوانان د هوس او له هغوی څخه د ناوړه ګټې د اخیستو پر نیت نڅول کېږي. اوس خلکو ته دا ذهنیت پیدا شوی، چې په کوم محفل کې دوه تارې غږېږي په هغه محفل کې بچه‌بازي وي؛ ځکه نو داسې محفلونه سپک او بد ګڼي. باید ووایو، چې له دې ټولو ستونزو سره دا موسیقي اوس هم په شمال کې ډېر مینوال لري.

باید ووایو، چې یو شمېر خلک تر اوسه لا د دوه‌تارې ساز بومي بولي او په پخواني شان ورته ګوري. دوی په دې اند دي، چې دا اله د پخواني فرهنګ ښکارنده او زېږنده ده. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د موسیقیو په لړ کې دوه‌تارې د رسمي موسیقۍ په توګه پېژندلې ده؛ همدارنګه د دې لپاره یې هڅې پیل کړې دي، چې د دوه‌تارې حیثیت بېرته پخوانی کړي. باید ووایو چې د موسیقۍ په برخه کې نندارتونونه، دودیز مجلسونه، راډيویي او ټلويزوني خپرونې او داسې نور هغه مهم کارونه دي، چې په وروستیو کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په پار تر سره کېږي.