WhatsApp-Image-2020-04-07-at-9.56.44-AM-880x550

هغه نجلۍ، چې نه اوري؛ خو فنکاره ده

neshananews

07 April 2020

ډېر داسې کسان شته، چې معلول وي؛ خو هڅه یې کړې وي، چې خپل برخلیک بدل کړي او په خپله خوښه ژوند وکړي.

اووه کلنه زرغونه د شبرغان ښار اوسېدونکې ده.  زرغونه د غالیو اوبدلو په فابریکه کې پر غالیو ګلونه کاږي. هغه په اشاره وایي، چې معلولیت انسان نه شي رامحدودولای او انسان پر دې سربېره کولای شي ځان ته لاره وباسي او ښه ژوند وکړي.

 هغه د خپل کسب په هکله وایي:

 «له وړکتوبه مې دا هیله وه، چې درس ووایم او کار وکړم. تر هغې چې د سوېډن موسسې درې کاله مخکې په زده کړو کې شامله کړم.» هغه د نهم ټولګي زده کوونکې ده او رسامي هم کوي.

د اشارو خبرې نااورېدونکو ته یوه ښه وسیله ده، چې دوی پرې پوهېږي. د ژبپوهانو په اند د انسانانو تر منځ لومړی د اشارو ژبه وه.

زرغونه موږ ته وایي:

«یو بل ورور مې هم نه اوري. هغه دوکاندار دی. تېر کال مې ورور واده وکړ قرضدار شوو. اوس موږ دواړه کار کوو.» زرغونه ایي، چې له غالۍ اوبدلو یې پیسې ګټلې او دوه کوټې یې نورې پرې جوړې کړې دي.

سوېډن موسسه په ټول هېواد کې ورته کورسونه لري او په جوزجان کې په دې کورس کې لسګونه کسان زده کړې کوي. زرغونه په خندا وایي:

«مخکې به مې تل زړه خپه و؛ خو اوس خوښه یم. اوس له پلار سره مرسته کوم.»

زرغونه د میاشتې نهه زره افغانۍ ګټي او کورنۍ ته یې ورکوي.

زرغونه د خپل ژوند ستونزې داسې بیانوي:

 «زه او ورور مې کار کوو؛ خو بیا هم اقتصادي ستونزې لرو ځکه په کور کې یوولس کسان یو. موږ ته ګټلې پیسې بس نه دي»

هغه ځان پیاوړی ګڼي او وایي:

«زه کولای شم کار او زده کړې وکړم او له دولت څخه مې هیله ده، چې ځانګړي کارونه راکړي.»

زرغونه وایي، چې په هېواد کې یې تلپاتې سوله هیله ده او هره ورځ پر تلویزون د چاودنو له خبرو ستړې شوې ده.

زرغونه د معلولینو لپاره د زیار یوه نښه او د مبارزې نمونه ده. د هغې له کړنو ښکاري، چې یو معلول انسان هېڅ وخت کمزوری نه دی او که وغواړي د ژوند لوری بدلولای شي. د یادونې وړ ده، چې زرغونه د دې کارونو تر څنګ د نااورېدونکو مېرمنو د فوټبال لوبډلې غړې هم ده.