فهیمه رحمتي

ډاکټره فهیمه رحمتي؛ هم د ښځو حقونو ته کار کوم او هم ډاکټري کوم

neshananews

22 June 2021

د افغان سولې د خبرو په پیل او همداراز له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره ګڼو نړیوالو او داخلي بنسټونو د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې. دوی وېره لري، چې  هسې نه له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې د ښځو حقونو ته پام و نه شي؛ ښځې پر کور ایسارې او له ټولنیزې فعالیتونو منع کړل شي. له دې ټولو سره بیا هم ځينې ځوانې مېرمنې شته، چې راتلونکي ته تر اندېښنو یې خپلو ټولنیزو فعالیتونو او مبارزې ته لومړیتوب ورکړی.

له دې مېرمنو څخه یې یوه ډاکټره فهیمه رحمتي ده. نوموړې شپږویشت کاله مخکې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې زوکړې. لومړنۍ زده کړې یې د کندهار ښار په ملالۍ لېسه کى پای ته رسولې؛ د ښوونځي تر پای ته رسولو وروسته یې طب لوستی او اوس د دویم لسانس لپاره د حقوقو او سیاسي علومو برحاله زده‌کړیاله ده.

اغلې رحمتي ګام پر ګام ځان د ټولنې تر خدمته رارسولی او اوس د دې تر څنګ، چې په حقوقو او سیاسي علومو کې دویم لسانس کوي په کندهار کې ټولنیز فعالیتونه تر سره کوي او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

اغلې رحمتي خپله مبارزه په ۲۰۱۱ کال کې د هیپسا پر نوم له یوې موسسې سره همغاړې راپیل کړه. رحمتي له دې موسسې سره په همکارۍ د ښځو د اقتصادي ودې ته کار کاوه، تر څو ښځې پر خپل ځان بسیا او د کورنۍ د اقتصاد په ښه والي کې ونډه واخلي.

 فهيمې رحمتي په هېواد کې د ښځو د غږ اوچتولو تر څنګ په ۲۰۱۲ د جاپان په توکيو کنفرانس کې د ښځو په برخه خپل نظرونه شريک کړي دي او هم هلته يې د خپلو وطنوالو د حق غوښتلو اواز اوچت کړی دی.

ښايي په نورو ټولنو کې ښځې تر ډېره دوو مسلکونو ته زړه ښه نه کړي؛ خو په هېواد کې لا هم د فهیمې رحیمي په څېر مېرمنې شته، چې دوه مسلکه او دوه کارونه پر مخ بیايي.

اغلې فهميه رحمتي وايي، له ټولنیزو فعاليتونو سره يوه ډاکټره هم ده، چې د خپل وطن په دردمن  حالت کې د بېوزلو کورنيو لاسنيوی کوي. د هغې په وینا د بېوزلو ناروغانو درملنه د خپلې ډاکټرۍ پر مټ کوي.

اغلې رحمتي د دې ټولو تر څنګ د هیلې پر نوم یو خیریه بنسټ هم لري. اغلې رحمتي په دې اړه نشانه خبري اژانس ته ویلي:

«فعلآ یو خیریه بنسټ لرم چې د هیلې خیریه بنسټ پر نوم یادېږي او د یوکال راهیسي فعالیتونه کوي. زما ټېم  په ډېرو سختو شرایطو کې بېساري خدمتونه وړاندې کړي. د هیلې خیریه بنسټ له خوا له ډېرو غریبو، یتیمو، کونډو او بېوزلو سره تر خپله وسه مرستې کېږي.»

رحمتي د ښځو د حقونو تر څنګ پر خپل مسلک هم ټينګار کوي. هغه د خپلو ټولنیزو فعالیتونو او مسلک تر منځ تړاو ته ژمنه ده. هغه وايي؛ غواړم هم ډاکټره او هم د ښځو حقونو فعاله واوسم. نوموړې زیاتوي:

« زه غواړم د ناروغۍ لپاره غوره معالجه(ډاکټره) او د غربت له منځه وړلو لپاره هغه مبارزه واوسم چې تر خپله وسه مې د خپلو هيوادوالو لاسنیوی کړی وي. د دې تر څنګ باید د هغو ښځو مدافع واوسم چې په کور کې د ظلم او وحشت له کبله خپل غږ نه شي پورته کولای.»

اغلې رحمتي د دې ټولو فعالیتونو تر څنګ د ورزش او لوبو مینواله هم ده او په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي. هغه وايي:

«زه هڅه کوم ځوانان سپورټ  ته وهڅوم، تر څو ځوانان پر نشه‌يي توکو روږدي نه شي او يو سالمه ټولنه ولرو.»

رحمتي په دې برخه کې خپلې هڅې په عمل کې هم ښوولې دي. هغې په کندهار کې د خپل خیریه بنسټ پر نوم یې د کرکیټ یوه لوبډله (هیله کرکیټ لوبډله) جوړه کړې، چې ټولې چارې او وسایل یې پر خپل شخصي لګښت برابروي.

فهيمه رحمتي وايي، د دې فعالیتونو په لړ کې ورته ګواښونه هم وو/شته، خو دې له دې ګواښونو سره مبارزه کړې او لا یې هم روانه ساتي. اغلې رحمتي په پای کې د نشانه خبري اژانس له لارې پر هېوادوالو غږ کوي د امن او سولې په لار کې خپل ځانونه درېغ نه کړي.