75636034_413048276311426_5952936989945757696_n

تخار جګړې او د خلکو زیانونه

neshananews

14 January 2020

کله چې طالبان د دولت تر واک پر لاندې سیمو برید کوي زیات زیان عامو وګړیو ته رسي. طالبان د جګړیزو قواعدو پر ماتولو ماشومان او ښځې د ډال په توګه کاروي او عام ځایونه لکه ښوونځي او جوماتونه د سنګر په توګه کاروي.

 طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د تالقان په ښار څو ځلې حمله وکړه؛ خو د امنیتي ځواکونو له لورې پر شا وتمبول شوه. بیا هم خلکو ته زیات مالي او ځاني زیانونه واوښتل. کورونه یې ړنګ شول او د کورنیو غړي یې ووژل شول.

په ځینو سیمو کې طالبان خلک په زوره ځینو سختو کارونو ته مجبوروي. سیمیزې سرچینې وایي، چې طالبان خلک په سنګرونو کې د ژورو مورچو کیندلو ته په زور بیایي که څوک ورنه شي؛ پیسې ترې اخلي.

دوی همدارنګه د کندز په دشت ارچي او د تخار په بهارک ولسوالي کې هم له خلکو د کارکوونکو په توګه ګټه اخلي. که څه هم په جګړه کې له عامو خلکو ګټه اخیستل د جنګي اصولو خلاف دي؛ خو په تخار کې طالبان د دې اصولو د ماتولو تر څنګ د خلکو مال او ځان هم نه پرېږدي.

د کارونو تر څنګ طالبان له خلکو عشر او ذکات هم اخلي. په وروستیو کې د تالقانو ښار ځینو برخو ته طالبان ورغلي دي او د عشر او ذکات د ټولېدو امر یې کړی دی.

د قاري عبید په مشرۍ د طالبانو یوه لس کسیزه ډله د تالقانو ښار ختیځې حوضې ته ځي او له خلکو عشر او ذکات غواړي. طالبانو ډېرو هغو کسانو ته، چې ځمکې یې په ولسوالیو کې دي لیکونه رالېږي، چې د عشر او ذکات پیسې دې ډلې ته ولېږي.

د تالقانو ښار یو دوکاندار، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، چې ځمکه یې په لرې سیمه کې دی؛ خو له وېرې د تالقانو په ښار کې طالبانو ته عشر ورکوي او طالبان ورپسې ښار ته راځي.

 له دې څخه ښکاري، چې طالبان د تالقانو ښار په نږدې سیمو کې اوسي او پر دې ښار د بیا برید پلان جوړوي. په تخار کې یو مدني فعال او خبریال شفیق پویا ژمی د طالبانو د ماتې لپاره ښه فرصت بولي. نوموړی وایي، چې خلک دامنیتي ځواکونو ملاتړي دي.

د تخار چارواکي هم د طالبانو له لوري ملکیانو ته اوښتي زیانونه تایدوي. دوی وایي، چې طالبان د خلکو کورونه سنګر کوي او د خلکو اوبه او ډوډۍ خوري. دوی وایي، چې تېره اوونۍ د درقد په ولسوالۍ کې طالبانو د هاوان په مرمۍ ښځې او ماشومان وژلي. امنیتي ځواکونو ډاډا ورکړی، چې طالبان به ژر مات کړي او د تالقانو ښار ګډوډۍ ته به یې پرې نه ږدي.