2315421342

لوړ ولور د هېواد بله ناخواله

neshananews

28 June 2021

په هېواد کې پر ناموسي مسایلو ګڼې بدۍ او ناخوالې پېښېږي، ډېر ځایونه داسې شوي، چې په ډېره برسېرنه ناموسي مسله وژنې شوې وي. دا که له یوې خوا هېوادوال د ښځو په مسله کې حساس ښيي؛ خو له بل خوا ښکاري، چې لا هم په پوره معنا د خور او لور حقونو ته پاملرنه نه ده شوې. د دې ادعا یو ښکاره ثبوت پر لوڼو او خویندو ولور اخیستل دي.

په هېواد کې زیات ولور د دې سبب شوی چې ځوانان د هیواد پرېښودوته اړ شي او ورکړې نجونې د مور او پلار پر کور زړې شي. ښايي دا موضوع ځينو ته عادي وي؛ خو ډېرې کوژده کړې نجونې لا هم د لوړ ولور له امله د پلار پر کور او ډېر کوژده شوي ځوانان د لوړ ولور د وس نه لرلو له امله له هېواد څخه بهر ورځې شپې تېروي.

دا ځوانان که له یوې خوا د خسر د جېب ډکولو لپاره په سفر وځي؛ خو دا امکان هم وي، چې د خسر د جېب تر ډکېدو مخکې یې د بدن پر غوښو د قاچاقي لارو د سمندرونو ماهيان ګېډې ډکې کړي.

موږ د اړوندې موضوع په هکله د هېواد جنوب ته ورځو. د هېواد په جنوب کې زیات ولور ډېری ځوانان اړ کړي، چې  بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ شي او خپل ټاکل شوی ولور پوره کړي. په دې حوزه کې د نجونو ولور تر شل او پنځه‌لس لکه افغانیو پورې رسېږي. په هېواد کې شته بېکارۍ او خرابې وضعې ته په کتو د دومره پیسو ګټل او برابرول خورا ستونزمن کار دی.

د جنوبي حوزې زیات ځوانان نیوکه کوي، چې د د ولور پیداکولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي؛ خو بیا هم کوښښ کوي چې په هر ډول وي، ولور ادا او واده وکړي.

د دوی په خبره ځوانان بهرنیو هیوادو ته د سفر پرمهال ستونزې ګالي، ځينې وختونه خو خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا ستونزه یوازې ځوانانو ته نه ده ورپېښه بلکې د ځوانانو کوژدنې هم له دې ستمه ځورېږي. د کندهار یوه اوسېدونکې مژګان په دې هکله نشانه خبري اژانس ته وايي، چې لوړ ولور اخيستل اقتصادي مشکلات زېږوي او ځوانان مجبوروي چي خپل هېواد پريږدي. هغه په دې اړه زیاتوي:

« مور او پلار بايد خپل اولاد  د ګران ولور پر وړاندې ورنه کړي، ځکه دا کار اقتصادي ستونزې رامنځته کوي. کوم چا ته چې دوی خپل لور په ګرانه بيه ورکړې وي، هغوی مجبور دي چي پور وکړي، او يا هم ځوانان مجبور دي چې په داسې کار لاس پورې کړي چي غيرقانوني وي.»

 په دې هکله د کندهار یوه بل اوسېدونکي حاجي رحمت الله، چې په کندهار کې دوکان لري نشانه خبري اژانس ته وايي، زيات شمېر ځوانان يې په بهرنيو هيوادونو کې ليدلي چې د ولور لپاره یې په کلونو کلونو خپل کور نه وي ليدلی.

هغه په دې اړه وايي:

« ولور چې ډېر وي؛ نو ځوانان مجبور دي چې بهرنيو هيوادونو ته ولاړشي تر څو خپل ولور اداکړي، ما په خپلو سترګو ليدلي چې زياتره ځوانان د ولور په پوره کولو پسې د بهرنيو هيوادونو ظلمونه او خوارۍ ويني، ډېر کله دا چار کورني جنجالونه هم رامنځته کوي.»

د کندهار یوه بله اوسېدونکې فرزانه بیا وايي، ولور د دې سبب کېږي، چې په کور کې هغه ښځه چې په زيات ولور را واده شوې وي له زياتو ستونزو سره مخ شي او کورني مشکلات ورته جوړ شي. هغه زیات ولور د کورنیو جنجالونو پیلامه ګڼي. فرزانه په دې اړه وايي:

«کله، چې په ډېر ګران ولور يوه ناوې واده شي. پېغور ورکول کېږي، چې ته خو موږ په پيسو رانيولې یې؛ ته بايد کار وکړې او په کور کي هیڅ صلاحيت نه لرې.»

په کندهار کې ټولنپوه صاحبزاده نالان بیا زیات ولور ناوړه دود ګڼي او په خبره يې د له کوره تېښتې، ځانوژنې او د وطن پرېښودو ته اړ ایستلو لوی لامل  د زیات ولور اخیستل دي. نوموړی وايي:

« موږ غلط رواجونه کوو، د تيښتيې او فرار لپاره زمينه موږ په خپله برابروو، چې هغه ډېر ولور دی، ځينې وخت ځوانان دومره مايوسه شي چې د بېکارۍ او زيات ولور څخه حتا ځان وژنه کوي، او يا هم خپل ګران وطن پرېږدي.»

دا په داسې حال کې ده، چې دیني عالمان هم د لوړ ولور اخیستل رواه نه ګڼي. په کندهار کې یو دیني عالم مولوي عبدالصمد وايي چې د اسلام مبارک دین پر کم ولور ټینګار کوي، چې هغه هم د جینۍ حق کېږي، نه د کورنۍ د غړو یي. مولوي عبدالصمد په دې اړه وايي:

« اسلام زموږ لپاره د مهر اندازه معلومه کړې ده، مهر چي څومره لږ وي تر ټولو بهتره خبره ده. موږ بايد کم ولور واخلو تر څو ښه کار مو کړی وي او له ستونزو مو ځان خلاص کړی وي. بله خبره دا، چې ولور د جینۍ حق دی، نه د هغې د کورنۍ.»

یاده دي وي، چې په هېواد کې کوژدن شویو نجونو ته د برات، اخترونو، نوي کال، اخترونو د برخې وړلو په پلمه لګښتونه او په ودونو کې زیات لګښتونه هغه ناوړه دودونه دي، چې د هېواد زیات ځوانان یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.