د هرات ـ اسلام قلعه پر لویه لاره چاودنې درې پولیس وژلي
د هرات د کهسان ولسوالۍ مسوولین د هرات ــ اسلام قلعه پر لویه لاره د یوې چاودنې خبر ورکوي. د کهسان ولسوال امینالله هفتبلا نشانه نېوز ته ویلي، چې چاودنه نن غرمه د تیرپل په سیمه کې شوې. د هغه په وینا د چاودنې موخه د پولیسو ټانک و، چې پکې سپاره درې تنه یې د چاودنې پر مهال وژل شوي او دوه ټپیان شوي.
د کهسان ولسوال وايي، دا پولیس سرتېري د لارې پر امنیت ساتلو بوخت و، چې بم پرې چاودلی.
هرات – اسلامقلعه لویه لاره پخوا د امنیتي کاروانونو او د خلکو د تګ راتګ لاره وه؛ خو په وروستیو میاشتو کې پکې امنیتي پېښې زیاتې شوې. شاوخوا پنځلس ورځې مخکې هم پر دې لاره یوې چاودنې درې پولیس وژلي و او درې یې ټپیان کړي وو.
په ورته وخت کې د هرات ګمرک کارکوونکو هم نن سهار د دې لپاره لاریون کړی و، چې په همدې لاره یې کارمندان تښتول کېږي. هرات – اسلامقلعه لویه لاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او د ایران د مسافرو لویه لاره ده.