د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې ملکي زیان ته اندېښنه ښوولې
په هېواد کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ملکي زیان ته اندېښنه ښوولې.
یاد کمېسیون نن (سه شنبه، د غبرګولي اتلسمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په فاریاب، پکتیا او غور کې سلګونه کورنۍ بېځایه شوې.
خبرپاڼه لیکي، چې ښایي وروستي تاوتریخوالي د ملکي زیان کچه لوړه کړي.
بشري حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو غوښتي، چې په عامه ځایونو کې له وسلوالو بریدونو او چاودنو ډډه وکړي تر څو د ملکي زیان کچه راکمه شي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی. په ورته وخت کې له یوې میاشتې راپدېخوا په هېواد کې مېشتو نیمو بهرنیو سرتېرو افغانستان پرېیښی.